Sign in Icon Account Icon Faq Icon Download Icon
Call Us Icon اړيکه : +93-20-210-1179
English | دري | پشتو 
border
هدایات درمورد صفحه انترنیتی
Q جستجو
 
quick_catagory2
د پیرونکو د سپارښتنې پاڼه

له موږ سره مرسته وکړئ ترڅو دې پاڼې ته پرمختیا ورکړو مهرباني وکړئ ووایي چې موږ څه کولای شو ترڅو دا پاڼه نوره هم ښه کړو

email
secretary@atra.gov.af

بریښنالیک



 

                              
pashto-header

  • دندې او واکونه
    د اترا د ادارې دندې او واکونه:
    مخابراتي خدمتونو دتنظیم قانون دشپږمې مادې سره سم داپرېترانو د سم فعالیت اوښې څارنې لپاره دمخابراتي خدمتونو دتنظیم اداره لاندې دندې او واکونه لري:
    ۱- د مخابراتی خدمتونو د تنظیم د قانون دحکمونو مطابق دآپریترانو او وړاندې کوونکو دفعالیتونو تنظیمول او څارل.
    ۲- په مخابراتي سکتورپورې داړوندو هغو نړیوالو ميثاقونود په پام کې دنیولو په موخه کوم چې افغانستان له هغه سره پیوسته شوی دی ،دآپریترانو او مخابراتي خدمتونو ړاندې کوونکوڅارل.
    ۳- د اړتیا په صورت کې د تګلارو دترتیب په موخه دمخابراتو وزارت ته سلا مشورې ورکول.
    ۴- د قانون له حکمونو سره سم د جوازونو صادرول.
    ۵- د قانون له حکمونو سره سم دجواز په صادرېدو پوري د اړوندو پاڼو برابرول،ترتیبول او خپرول.
    ۶- په جوازونوکې د درج شوو شرایطوله تطبیق او د قانون دحکمونوله تطبیق څخه نظارت اوکنترول او پدې برخه کې دلازم تصمیم نیول.
    ۷-دراډیویې فرېکونسیو تخصیص او دفرېکونسیو دطیف دمنجمنت د ادارې له لارې دفرېکونسیودتخصیصونو دجدول مطابق،جواز لرونکوته دجواز لیک ورکول.
    ۸-د مخابراتي خدمتونو د تنظیم دقانون او نورونافذو قوانینودحکمونو مطابق،دجوازونواو جوازلیکونوتعدیلول،نوي کول،تعلیقول اولغوه کول.
    ۹- د مخابراتي مشترکینو د شکایتونو اورېدل او دسیستمونوپه ذات البیني نښلونې، ،خدمتونو ته دلاس رسي او دهغودکیفیت، شمېرو ترتیبولو ، محرمیت، د غیرمجاز اخلال او
    جواز لیکونو د درلودونکو
     دشبکو دخدمتونو دکیفیت دڅرنګوا لي په شمول د آپرېټرانو یا خدمتونو د وړاندې کوونکو، ګټه اخیستونکو او یا نورو اشخاصو ترمنځ د شخړو حل فصل کول.
    ۱۰- دمخابراتي وسایلواو تجهیزاتولپاره دتخنیکي ستندردونوټاکل اودهغومنظورول.
    ۱۱- دشمېرو د ترتیب دپلان جوړول او ساتل اوغوښتنونکو ته دشمېرو ورکول.
    ۱۲- دمخابراتي خدمتونو دپرمختیایې بودجې د ونډو ټاکل او دهغودلګښت له څرنګوالي څخه نظارت.
    ۱۳- دمخابراتوله وزارت سره په سلا مشوره دمخابراتي خدمتونو دپرمختیایي بودجې په لګښتونوپورې د اړوندوچارو دتنظیم اوله هغو څخه دګټې اخستنې د ډول په منظور دپلان ترتیبول.
    ۱۴- دجوازونو دثبت د دفترونو،د ذات البینی نښلونې د هوکړه لیکونو،اطلاعیو او دمحرمیت یا مجوزو پاشلو دساتنې د ادعاپه هکله د ادارې دتصمیمونو ساتل اوخوندي کول او دعامه خبرتیا لپاره په اړونده ویب پاڼه کې دهغوخپرول.
    ۱۵- په مناسبوبیوپه ټول افغانستان کې دمخابراتي خدمتونو دشبکودنصبولو اوپرمختیاچټکول.
    ۱۶- دمخابراتي خدمتونوداستفاده کوونکو له ګټوڅخه ملاتړ.
    ۱۷- په مارکېت کې دبرلاسي ځواک لرونکو آپریترانو او وړاندې کوونکو دناوړې استفادې مخنیوی.
    ۱۸- دآپریترانواو وړاندې کوونکوترمنځ د دوامدارې سیالۍ پرمختیا.
    ۱۹- په مخابراتي مارکیټ کې د برلاسي ځواک لرونکي شخصیت تثبیتول او تشخیصول.
    ۲۰- دجوازلرونکو نورو وړاندې کوونکو ته دمخابراتي خدمتونو له تبعیض څخه پرته وړاندې کولو(عرضې)په منظور په مارکېټ کې دبرلاسي دځواک لرونکي شخصیت مکلفول.
    ۲۱- عندالضرورت دتخنیکي او اقتصادي یا نورو سلاکارو کمېټورامنځته کول.
    ۲۲- دغوښتنلیک دپاڼې د فیسونو وضع کول او دجواز دحقوقو دساتنې د دوام په غرض دهرصادر شوي جواز ویشل،تعدیلول،نوي کول یالېږدول.
    ۲۳- په هېوادکې دمخابراتي تجهیزاتودخاص ډول دواردولو یا ګټې اخستنې په هکله فیسونووضع کول.
    ۲۴- دشمیرو دتخصیص او دګټې اخستنې په هکله دفیسونو وضع کول.
    ۲۵- دآپرېترانو او وړاندې کوونکود اړتیاوړ دثبت(راجستریو)دکتاب ترتیبول اوساتل.
    ۲۶- ددې قانون له حکمونو څخه دسرغړونو دتثبیت لپاره د اړینوموضوعګانو ارزونه او دهغوڅېړل.
    ۲۷- د ادارې دتصمیمونواوپه جوازونو اوجواز لیکونو کې د درج شوو شرایطو له په پام کې نیولو څخه دڅارنې به منظور،دڅارونکوتوظیفول.
    ۲۸- په جوازونو اوجوازلیکونو کې له درج شوو شرایطو څخه سرغړونکو اشخاصو تثبیتول.
    ۲۹- په جوازیا جوازلیکونوکې له درج شوو شرایطوڅخه دسرغړونوله پېښېدو یا دوام څخه دمخنیوي په منظور،دمؤقتي یا دایمي دستورونو صادرول.
    ۳۰- په جوازونو او جوازلیکونوکې له درج شوو شرایطو څخه دسرغړونکویاهغو نورواشخاصوپر خلاف چې دمخابراتي خدمتونو دتنظیم د قانون له حکمونو څخه سرغړونه کوي،دجریمې وضع کول.
    په جواز یاجوازلیک کې له درج شوو شرایطو څخه له سرغړونې څخه د رامنځته شوي زیان په جبران باندې دجواز یا جوازلیک لرونکي مکلفول.
    ۳۱- داړخونو ترمنځ داختلافونوله حل اوفصل،عامه نظرغوښتنو اومشوروڅخه د راپیداشولګښتونو د ورکړې په اړه دلارښوونې صادرول.
    ۳۲- دجوازونو اوجوازلیک دشرایطو دتطبیق دڅرنګوالي اوله طیفي سرچینو څخه دګټې اخستنې،دشبکودبنسټیزوساختمانونو،برجونواو ارتباطي کانالونواو داخلي لینونو دودانولودڅېړنې په غرض پلټونکوتوظیفول.
    پلټونکوته دهویت دکارت برابرول،ترتیبول اووېشل.
    ۳۳- دپلټونکوټه دسندونو او پلانونو دښودلو اوله اړوندو ودانیو څخه دلیدنې دزمینې دبرابرولو په غرض،اپرېترانواو وړاندې کوونکوته دلارښوونوصادرول.
    ۳۴- درڼې،ساده اوغیرتبعیضي پروسې له لارې له آپرېترانواو وړاندې کوونکوڅخه د اړوندو کلنیوحقیقي لګښتونو دوامدارترلاسه کول.
    ۳۵- واکمنومقامونو ته د رپورټ وړاندې کول.
    ۳۶- پدې قانون کې د درج شوو نورو دندوسرته رسول.

د پیریدونکو خدمتونه


 اړونده  لينګونه


border