|
تشکیلاتي جوړښت:
دمخابراتي خدمتونو د تنظیم دقانون له انفاذ وروسته د مخابراتي خدمتونو دتنظیم دادارې تشکیلاتي جوړښت دمخابراتي خدمتونودتنظیم قانون د (۴)مادې د حکم پر بنسټ د یوې خپلواکه ادارې په توګه ترتیب اوچمتوشو. د ادارې تشکیلاتي جوړښت د افغانستان د اداري اصلاحاتود کړنلارې سره سم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمیسیون سره د قرارداد له عقد وروسته په۱۳۸۵/۷/۲۳نېټه منظور او د تطبیق وړ وګرځېد. د مخابراتي خدمتونود تنظیم د نوي قانون د (۴)مادې د حکم سره سم د ادارې بورډ د افغانستان د جلالتمآب جمهور رئیس د1384/3/16نېټې د (۱۰۱۷)ګڼه حکم پر بنسټ د (۵)کسو غړوپه ترکیب سره تشکیل شو چې د ادارې رهبري او د اړوندوچارو د تنظیم مسؤلیت پر غاړه لري. د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (ATRA) د تشکیل او بودیجې له پلوه یوه خپلواکه اداره ده. دا اداره واک لري ترڅود مخابراتي مارکېټ دتنظیم اوڅارنې په اړه د مخابراتو دقانون د احکامو سره سم تصمیم ونیسي. د دې ادارې تشکیل د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د نوي قانون د احکامو پربنسټ ددې مقصد لپاره د مخابراتو وزارت په چوکات کې پیشبیني شوی چې د ادارود عمده اصولواو د هېواد اساسي قانون په پام کې نیولو سره د سکټورڅخه یوازې یو کس وزیر دافغانستان د حکومت د کابینې په غونډوکې ګډون کولای شي او بس. د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې تشکیلاتي جوړښت د پیشبیني شویوموخو،مقصدونواونړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره ایجاد او ترتیب شوی ترڅو یوې خوا د خصوصي سکټور له لارې د مخابراتي سکتور د ودې زمینه برابره اوله بلې خوا د هغه د چارو د تنظیم اودوامداره څارنې په منظور نظم تأمین ،د خدمتونوکیفیت او ظرفیت لوړاوپه ټول افغانستان کې په مناسبو بیو زیاتې آسانتیاوې برابرې شي. د ادارې په نوي جوړښت کې څانګې اود هغه اړونده دندې داسې تنظیم شوې ترڅود هغه کړنې او فعالیتونه دهغه له دندو او موخو سره کامل مطابقت ولري او د ادارې موخې او لیدلوری دخدمتونو د پراختیا ،د کیفیت د لوړوالي او مخابراتي خدمتونو د بیود ټیټوالي په برخه کې برابرکړي. د ادارې تشکیلاتي جوړښت له لاندې برخو څخه تشکیل شوی دی ۱- دجواز او حقوقي چارو دیپارتمنت ۲- د څارنې او کنټرول دیپارتمنت ۳- د منجمنت د طیف دیپارتمنت ۴- د سراسري لاسرسي دیپارتمنت ۵- مالي آمریت ۶- اداري آمریت ۷- د ستندر دونو آمریت ۸- د تفتیش آمریت ۹- د اسنادو او اړیکو آمریت د ادارې تشکیلاتي جوړښت له اجرائیوي برخوڅخه تشکیل(دقانون داحکاموتطبیق کوونکی او د ادارې او بورډ د تصمیمونو نیوونکی)دی.بورډ د ادارې رهبري اود اړوندو چارومسؤلیت پرغاړه لري. د مخابراتي مارکېټ د چارو تنظیم او څارنه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون د احکامو او اړوندو کړنلارو پر بنسټ چې د همدې موخې لپاره منځ ته راغلي صورت مومي.
|
|