د افغانستان اسلامي جمهوریت د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د مخابراتی خدمتونو د تنظیم د ادارې د فعالیتونو طرزالعمل
22 / 4 / 1387
د مخابراتی خدمتونو د تنظیم د ادارې د داخلي فعالیتونو طرزالعمل لومړی فصل: د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې د بورد قانوني صلاحیتونه لومړۍ ماده: د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې صلاحیتونه ددې ادارې بورد ته سپارل شوي دي. د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د نوې ادارې د قانون د پنځمې مادې د حکم په رڼا کې جوړه شوې چې د غړو شمیر یې پنځو تنو ته رسیږي. ټول قانوني صلاحیتونه د قانون د حکمونو پر بنسټ نوموړي بورد ته سپارل شوي دي خو بورد دا واک هم لري چې صلاحیتونه او مسوولیتونه د خپلې اجراییوي څانګې کارکوونکو ته تفویض کړي.
ددې ادارې بورد د قانون د حکمونو سره سم د مخابراتي مارکیټونو، د ادارې د سمبالښت او مشرۍ او د مخابراتي مارکیټ د تنظیم په موخه د قوانینو، مقررو او طرزالعملونو د جوړولو په برخه کې لاندې دندې او صلاحیتونه لري:
الف. د مخابراتي مارکیټ د تنظیم په موخه د قانون د حکمونو تطبیق
ب. د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې د چارو سمبالښت او مشري
ج. د تقنیني سندونو او د اړتیا وړ طرزالعملونو وضع کیدل
د. په غونډو، جلساتو او مجلسونو کې ګډون
الف. د مخابراتي مارکیټ د تنظیم په موخه د قانون د حکمونو تطبیق
۱. په مخابراتي او انټرنیټي چارو کې د جواز د شرطونو سره سم چې د اجراییوي څانګې له خوا بورد ته سپارل کیږي د سرغړونو او سرغړوونکو د تثبیت او پیژندنې په اړه پریکړې او فیصلې کول.
۲. په مخابراتي سکټور کې د هغو نړیوالو میثاقونو او معیارونو د تطبیق په برخه کې فیصله کول چې افغانستان یې غړیتوب لري.
۳. د اړتیا پر مهال مخابراتو وزارت ته د پالیسیو د جوړونې په هکله مشوره ورکول.
۴. د مخابراتي خدمتونو د قانون او نورو نافذو قوانینو د حکمونو پربنسټ د جوازونو د صادریدلو، تعدیل، تجدید، تعلیق او منحل کیدلو په برخه کې پریکړه کول.
۵. له مستهلکینو یا ګټه اخیستونکو څخه ملاتړ او د آپریټرانو او عرضه کوونکو، ګټه اخیستونکو او په سیسټمونو کې د ذات البیني اړیکو نورو وګړو ترمینځ د شخړو حل کول، خدمتونو ته لاس رسی او د خدمتونو د کیفیت په اړه ډاډ ترلاسه کول، د شمیرو ټاکل، د محرمیت تامینول، د غیر مجاز اخلال مخنیوی او د شبکو د کیفیت د څرنګوالي ټاکل او یا د جواز لرونکو د خدمتونو او د نورو خدمتونو په اړه چې د اجراییوي څانګې له خوا بورد ته سپارل کیږي، پریکړه کول.
۶. د مخابراتي وسایلو او تجهیزاتو له پاره د تخنیکي معیارونو د غوره کیدلو او ټاکنې په اړه پریکړه کول او په افغانستان کې دننه د استفادې په موخه د یادو شویو معیارونو منظورول.
۷. د افغانستان د شمیرو د ټاکنې د پلان د ځانګړي کیدلو، تعدیل او تجدید په اړه پریکړه کول.
۸. د مخابراتو د پرمختیایي صندوق د پالیسۍ د جوړولو او د لګښتونو د ځانګړي کولو په اړه پریکړه کول.
۹. د پلانونو، پروژو په اړه پریکړه او د مخابراتو د پرمختیایي صندوق د پروژو د پلي کیدنې څارنه او ارزونه
۱۰. د لازمو تدبیرونو ترسره کول او اجراییوي څانګې ته د شبکو د ګړندۍ لګونې او پرمختیا او په ټول هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د پرمختیا په موخه پروخت سپارښتنو او لارښوونو صادرول.
۱۱. د قانون د حکمونو پربنسټ د مخابراتو په مارکیټ کې د آپریټرانو او عرضه کوونکو د ناوړه استفادې د مخنیوي په اړه د لازمو تدبیرونو ترسره کول.
۱۲. د آپریټرانو او عرضه کوونکو ترمینځ د با ثباتې سیالۍ د پراختیا په موخه لازم تدبیرونه
۱۳. نورو جوازلرونکو عرضه کوونکو ته د تبعیض پرته د مخابراتي خدمتونو د خرڅولو په موخه په مارکیټ کې د یو پیاوړي شخصیت د ټاکلو له پاره لازم تدبیرونه
۱۴. د تخنیکي او اقتصادي کمیټو او یا هم د اړتیا په صورت کې د نورو مشورتي کمیټو د جوړولو او له یادو شویو کمیټو سره د اړتیا په صورت کې د مرستې او همکارۍ د تامینولو په موخه لازم تدبیرونه
۱۵. د وړاندیز د پاڼې د فیس د وضع کولو، تعدیل او تجدید، او د اړتیا پر مهال د جواز د حقونو د ساتنې په موخه د هر صادر شوي جواز ویش، تعدیل یا تجدید له پاره لازم تدبیرونه
۱۶. په هیواد کې د ځانګړو مخابراتي تجهیزاتو د کارولو او واردولو په اړه د فیس ټاکل، تعدیل او تجدید.
۱۷. د شمیرو د تخصیص او کارولو د فیسونو تایید او منظوري
۱۸. په جوازونو کې د لیکل شویو شرطونو او د ادارې د پریکړو د رعایت او منلو د څارنې په موخه د څارونکو ګومارل
۱۹. د قانون د حکمونو په رڼا کې د جواز د شرطونو د سرغړوونکو تثبیت او پیژندل
۲۰. د قانون په رڼا کې په جوازونو کې د یادو شویو شرطونو څخه د سرغړونې د مخنیوۍ په موخه د لنډ مهالو او اوږد مهالو هدایتونو او سپارښتنو صادرول.
۲۱. د جوازونو د شرطونو او د قانون د نورو حکمونو د سرغړوونکو په وړاندې د جریمې ټاکل او وضع کول
۲۲. داسې تدبیرونه باید ترسره شي څو جوازلرونکي د جواز د شرطونو د سرغړونې له کبله د رامینځ ته شوي زیان جبران ته مکلف کړي.
۲۳. د دواړو خواوو ترمینځ د شخړو د حل او فصل، د عامه نظر غوښتنو او د سلا مشورو د لګښت د پوښښ له پاره د سپارښتنو او هدایتونو صادرول
۲۴. د جوازونو د شرطونو د تطبیق د څرنګوالي او د طیفي سرچینو څخه د ګتې اخیستنې، د شبکو د بنسټیزو ودانیو د جوړولو، برجونو او ارتباطي کانالونو او دغه راز د داخلي لینونو د غزولو او نورو چارو د ارزونې له پاره د ارزونکو او تفتیش ګومارل او توظیفول.
۲۵. د سندونو او پلانونو د وړاندې کولو او د تفتیش پورې اړوندو ودانیو د لیدنې کتنې په موخه د آپریټرانو د توظیف په اړه پریکړې
۲۶. په مارکیټ کې د پیاوړو اپریټرانو له خوا د اتصال د وړاندیز شویو سیمو د فهرست تایید او منظوري
۲۷. د قانون د حکمونو پر بنسټ آپریټرانو ته د لارښود حکم صادرول
۲۸. د مخابراتي مارکیټ د سمبالښت په موخه د مخابراتو د قانون له خوا د نورو سپارل شویو دندو ترسره کول
ب: د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې د چارو د سمبالښت او مشرۍ په برخه کې
د ادارې د چارو د ښه سمبالښت او مشرۍ په موخه بورد د قانون د حکمونو په رڼا کې د لاندې چارو د تنظیم او ترسره کولو مسوولیت په غاړه لري:
۱. د ادارې د تشکیلاتو د جوړښت په اړه د تشکیلاتي اصولو او اغیزمنتوب په پام کې نیولو سره د پام وړ موخو د پوره کولو په هدف او وزارت ته د منظورۍ د ترلاسه کولو په برخه کې پریکړه
۲. د ادارې د کلنۍ بودجې جوړول او د وزارت مقام ته د منظورۍ د ترلاسه کولو په موخه وړاندیز کول
۳. د ازادې سیالۍ د پروسې پربنسټ د ادارې د رییسانو د استخدام د لړۍ کنټرول او څارنه
۴. د ادارې د داخلي تفتیش د پلانونو او رپوټونو تایید او منظوري او د چارو د ښه والي او د کارکوونکو د وړتیاو د کچې د لوړولو په موخه د داخلي تفتیش د رپوټ په رڼا کې د هدایتونو صادرول
۵. د مخابراتو وزیر او د وزیرانو شورا ته د وړاندې کولو په موخه د کلنیو فعالیتونو د رپوټ په چمتو کولو کې د اجراییوي څانګې سره مرسته او همکاري
۶. په تخنیکي، منجمینټ، ټکنالوژۍ، د مخابراتو نویو سیسټمونو او د ادارې د اصولو په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو له لارې د ادارې د کارکونکو د وړتیاو د کچې لوړول
۷. د فریکوینسۍ د تخصیص د ملي جډول د تعدیل او اصلاح تایید او منظوري
۸. د بورد مشر د بورد په استازیتوب د بورد د پریکړو په برخه کې خپل رپوټ د مخابراتو وزیر ته وړاندې کوي
ج. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د تقنیني سندونو، طرزالعملونو او پالیسیو په برخه کې
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې بورد له جوړیدلو څخه تر اوسه، د مخابراتو د قانون د حکمونو په رڼا کې یو شمیر طرزالعملونه او پالیسۍ طرح او جوړې کړې دي او په راتلونکي کې هم په پام کې لري څو د ادارې د فعالیتونو د ښه والي په موخه لازیات طرزالعملونه جوړ کړي.
هغه طرزالعملونه او پالیسۍ چې د ادارې د بورد له خوا طرح، تعدیل او منظور کیږي په لاندې ډول دي:
۱. د استخدام طرزالعمل
۲. د اپریټرانو له لارې امنیتي چارواکو ته په بیړني ډول د مشترکینو په اړه د معلوماتو وړاندې کول
۳. د تدارکاتو طرزالعمل
۴. د کارکوونکو د حقونو د طرزالعمل وروستی پړاو بشپړول
۵. د ISP جوازونو د صادرولو طرزالعمل
۶. د طیف د منیجمیټ لارښود د طیف منیجمینټ په برخه کې د ادارې د فعالیتونو د تنظیم په موخه
۷. د مخابراتي او انټرنیتي آپریټرانو له خوا د مخابراتي وسایلو د واردولو د طرزالعمل د وروستي پړاو بشپړول
۸. د موقعیت د تثبیت او د جنایي شکمنو کسانو د مخابرو د تفتیش طرزالعمل
۹. د غیرقانوني مخابراتي تجهیزاتو او وسایلو د ضبط او مصادرې طرزالعمل
۱۰. د ادارې د داخلي فعالیتونو طرزالعمل
۱۱. د آنتنونو د لګولو طرزالعمل
۱۲. د مشترکینو د سیم کارټونو د ثبت طرزالعمل
۱۳. د راډیویي فریکوینسۍ او د مخابراتي او معلوماتي وسایلو د کارولو مقرره
۱۴. د ادارې اجراییوي، مالي او حسابي طرزالعمل
۱۵. په مارکیټ کې د پیاوړي آپریټر د جواز د تعدیل طرزالعمل
۱۶. د ذات البیني اړیکو په برخه کې د اپریټرانو ترمینځ د شخړو حل کول او د اړیکو د سیمو پیژندل او ثثبیت کول.
۱۷. آپریټرانو ته د شمیرو د ټاکلو او ویشلو طرزالعمل
۱۸. د فریکوینسۍ د طیف د منیجمینټ پالیسي
۱۹. د TDF د پراخې لاس رسۍ پالیسي
۲۰. د فریکوینسۍ د جوازونو د وړاندیز، طی مراحل، صادرولو، تعدیل او انتقال طرزالعمل
۲۱. د افغانستان دننه د استفادې وړ وسایلو او تجهیزاتو د واردولو طرزالعمل
۲۲. د مخابراتو پرمختیایي بودجه کې د مخابراتي شرکتونو د برخې (اسهام) د ورکړې د کچې د ځانګړي کولو طرزالعمل
۲۳. د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ګټه اخیستونکو د ملاتړ په موخه د آپریټرانو له خوا د خدمتونو د وړاندې کولو طرزالعمل
۲۴. د ادارې د ویب سایټ نشراتي طرزالعمل
۲۵. د نورو طرزالعملونو وضع کول چې د مخابراتي مارکیټ د ښه سمبالښت له پاره په ځانګړو زمانو کې ورته اړتیا لیدل کیږي.
د. په غونډو، جلساتو او مجلسونو کې ګډون
۱. د مخابراتو د قانون د حکمونو په رڼا کې د مخابراتو د مارکیټ پورې اړوندو قضیو د حل په برخه کې د نظر غوښتلو په پروسه کې فعاله ونډه اخیستل
۲. د انټرنیټي او مخابراتي جوازونو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون
۳. د جوازونو د صادریدلو، تعدیل، تجدید، تعلیق او لغوه کیدلو په اړه د دفاع او معلوماتو د وړاندې کولو په موخه د وزیرانو د کمیټې په غونډه کې ګډون
۴. د جوازونو د تعدیل، تجدید او اصلاح په پروسه کې فعاله ونډه
۵. د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون په رڼا کې د مخابراتو د مارکیټ په ټولو موضوعاتو د پریکړې په موخه د بورد په غونډو کې فعاله ونډه
۶. د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون د دفاع او د نورو موضوعاتو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو په مقصد د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مخابراتو د کمیسیون په غونډه کې برخه اخیستل
۷. د معلوماتو د وړاندې کولو او د ادارې د قانون د هدفونو د پوره کولو او دغه راز د آپریټرانو او نورو اړوندو خواوو د ستونزو د حل کولو په موخه د عدلیې، مالیې، کورنیو چارو، ملي امنیت، نړیوال بانک، آیساف، د سوداګرۍ وزارت، آیسا، د افغانستان بانک او عامه ادارو په غونډو کې برخه اخیستل.
د جراییوي څانګې د دندو لایحه
د سکرټرجنرال دندې او صلاحیتونه
- د بورد د غونډو د اجندا چمتو کول، د بورد په غونډو کې برخه اخیستل او د غونډې د مهمو ټکو لیکنه او د بورد غړو ته ویشل او د غونډې د سندونو جوړول او ساتل
- د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې سکرټر جنرال د ادارې د اداري چارو د سمبالښت مسوول دی او مکلفیت لري څو د ریاستونو او امریتونو د ورځنیو دندو او فعالیتونو څارنه وکړي.
- سکرټر جنرال د بورد د چارو او د پریکړو د پلي کولو مسوولیت په غاړه لري او په منظم ډول د اړوندو شعباتو د اجراآتو په هکله رپوټ چمتو کوي.
- سکرټر جنرال د اجراییوي چارو د سمبالښت او مشرۍ په موخه دا لاندې دندې او مسوولیتونه لري:
- لارښوونه او شعباتو ته د حکمونو صادرول څو د ورځنیو دندو د ترسره کیدنې په اړه ډاډ ترلاسه کړي
- د مخابراتي خدمتونو د عرضه کوونکو سره د اړیکو ټینګول څو ډاډ ترلاسه کړي چې شعبات د قانون د حکمونو او د جواز د شرطونو رعایت کوي او د بورد د پریکړو د پلي کولو په برخه کې لازم تدبیرونه نیسي.
- د مراجعینو د وړاندیزونو ارزونه او د نورو اجراآتو د ترسره کیدلو په موخه اړوندو شعباتو ته د وړاندیزونو راجع کول
- د غونډو د اجندا چمتو کول او بورد ته د سلامشورو او پریکړو په منظور د نظرونو او وړاندیزونو سپارل
- ډاډ باید ترلاسه کړي چې کارکوونکي په اجراییوي چارو کې د لازمو امکاناتو څخه برخمن وي او لازم پرسونل د چارو د سمبالښت په موخه موجود وي
- د بورد له غړو، مهمو شخصیتونو، د مخابراتي خدمتونو د عرضه کوونکو او اړوندو دولتي چارواکو سره د همکارۍ فضا رامینځ ته کول
- د اجراییوي څانګې اړوندو ریاستونو او امریتونو له لارې د ادارې د شعباتو او امریتونو د اداري او اجراییوي چارو سمبالښت او څارنه د جوازونو، د فریکوینسي د منیجمنت، مالي موضوعاتو، سټنډرډ کولو، مستهلکینو او په کلیوالو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او د ورځنۍ لاس رسۍ پراخوالی او تامینولو په برخه کې د بورد د ټولو پریکړو پلي کول
- د اداري او اجراییوي چارو د صحیح اجرا کیدنې په موخه د وضع شویو طرزالعملونو د شرطونو د پلي کیدنې څارنه او کنټرول
- سکرټر جنرال د اجراییوي چارو په اړه بورد او د مخابراو وزارت مقام ته د اړتیا په صورت کې رپوټ وړاندې کوي
- د ورځې په لړ کې د اړوندو چارو په هکله رییسانو او چارواکو ته لارښوونه او د شعباتو امرینو ته د سپارل شویو دندو تعقیبول
- د جرمونو په وړاندې د وضع شویو مجازاتو د پلي کیدنې څارنه او بورد ته په دې اړه رپوټ ورکول
- د اړتیا په صورت کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې شعباتو ته د اجراییوي چارو پورې اړوندو دندو د ترسره کولو په موخه لازم هدایات او لارښوونې
- بورد او اړوندو مراجعو ته د درې میاشتنيو او کلنيو پلانون او رپوټونو جوړول
د حقوقي چارو د څانګې د دندو لایحه
دا ریاست د ادارې د مهم غړي په توګه لاندې دندې او مسوولیتونه لري:
- د ګرځنده، ثابت، انټرنیټ، محلي ډیجیټل ټیلفونونو او د وسایلو د خرڅولو او واردولو د خدمتونو او د مخابراتي خدمتونو د اسانولو له پاره د جوازونو جوړول
- د اړوندو ستونزو د حل کولو په موخه له نورو عامه ادارو سره د مخابراتي خدمتونو د عرضه کوونکو د اړیکو ټینګول.
- د ښه کیفیت لرونکو خدمتونو د تامینولو، د مخابرې د نظم د ټینګولو او د مخابراتي خدمتونو د عرضه کوونکو ترمینځ د ذات البیني موضوعاتو د حل په موخه د مخابراتي خدمتونو د بیلابیلو ډلو د ویشل شویو جوازونو د شرطونو پلي کول
- له حقوقي لحاظه د جوازونو د شرطونو تحلیل او مطالعه او د اړوندو بیلابیلو موضوعاتو په پام کې نیول
- د بورد د پریکړې په مقصد او د قانون د حکمونو پر بنسټ د مخابراتي جوازونو د تعدیل، تعلیق او تجدید له پاره د وړاندیز او اړوندو سندونو چمتو کول
- د رپوټونو چمتو کول او بورد ته یې وړاندې کول
- د اړتیا په صورت کې، د مخابراتي شبکو د ودې او پرمختیا، د مخابرو د ټرافیک او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه له اپریټرانو څخه د معلوماتو ترلاسه کول
- د مخابراتي او انټرنیتي شرکتونو له ودانیو څخه د لیدنې کتنې په موخه د نظارتي پلانونو جوړول
- په جواز کې د وړاند ویل شویو شرطونو سره سم د مخابراتي خدمتونو د آپریټرانو د سرغړونو په ډاګه کول
- د انټرنیټي خدمتونو د جوازونو د شرطونو د پلي کیدنې د څارنې او د طیفي منابعو د استفادې، د شبکو د بنسټیزو ودانیو، برجونو، ارتباطی کانالونو د جوړولو او د داخلي لین د غزونې د څارنې په موخه د مفتشینو ګومارل
- د جوازونو د شرطونو د سرغړوونکو تثبیت او د بورد د پریکړې په موخه رپوټ وړاندې کول
- د اړتیا په صورت کې د بیلابیلو موضوعاتو په اړه د عامه نظرونو راغونډول
- د ادارې په ویب پاڼه کې د آپریټرانو او د مخابراتي خدمتونو د عرضه کوونکو د سرغړونو خپرول
- د مخابراتي خدمتونو د سرغړونو د مخنیوي په اړه اقدامات او اجراآت او عامه سکټور ته یې اعلانول
- د ادارې د ویب پاڼې له لارې د عامه خبرتیا په موخه په اپریټرانو او د مخابراتي خدمتونو په عرضه کوونکو باندې د تطبیق شویو مجازاتو او جریمو خپرول
- د مشترکینو د شکایتونو راغونډول او په هکله یې د لازمو تدبیرونو په پام کې نیول
- د مشترکینو د شکایتونو قانوني طی مراحل او په مخابراتي شبکو کې د رامینځ ته شویو نیمګړتیاو د پوره کولو په برخه کې د بورد د فیصلو ترلاسه کول
- د مارکیټ د څارنې او کنټرول په موخه د آپریټرانو او د مخابراتي خدمتونو د عرضه کوونکو د نویو تعرفو او نرخونو ثبتول او په دې اړه مخابراتي مشترکینو، مستهلکینو او نورو ته د معلوماتو وړاندې کول
- د بورد د پریکړې د ترلاسه کولو په موخه بورد ته د سرغړونې په اړه د مستندو معلوماتو راغونډول او وړاندې کول
- د جوازونو له شرطونو سره د نه منل کیدونکو پارامیټرونو تطبیق او سمون او د بورد غړو ته د مستند او د منلو وړ رپوټ جوړول او وړاندې کول
د طیف د منجمنټ د څانګې د دندو لایحه
دا څانګه د کاري ځانګړیتوبونو په پام کې نیولو سره دا لاندې دندې لري:
- د بیسیم د مقررې، د ملي فریکوینسۍ د تخصیص د جډول او اړوندې پالیسۍ سره سم او د مخابراتي خدمتونو د بیلابیلو ډلو په رعایت سره جواز لرونکو ته د فریکوینسۍ د تخصیص ټاکل او تثبیت
- د مخابراتي وسایلو د ټولو لرونکو، دولتي، غیر دولتي موسساتو او انفرادي وګړو ترمینځ د مخابراتي نظم د تامینولو په موخه په فریکوینسیو کې د اخلال او مزاحمت مخنیوی
- د بیسیم د مقررې د حکمونو سره سم د آپریټرانو او د مخابراتي خدمتونو د عرضه کوونکو له پاره د فریکوینسۍ د تخصیص د فیس محاسبه کول
- په MIFR او IFL او نړیوالې تیلیکمیونیکیشن اتحادیې کې د فریکوینسۍ د ثبت په موخه د ITU ادارې له لارې د کواردنیشن، راجسټریشن او د فریکوینسۍ د تخصیص په اړه خبر ورکول
- د مخابروي نظم د تامینولو په موخه د فریکیونسۍ د پلانونو جوړول، د جوازونو ورکړه او د فریکوینسۍ مانیټورینګ
- د ښې ګتې اخیستنې په موخه د فریکوینسۍ د بانډونو د مصوونیت تامینول
- د تعین پرمهال د بیسیم د مقررې سره سم او د ټولو معیارونو او نورمونو په رعایت سره د فریکونسۍ د ملي جډول تطبیق
- د بیسیم د مقررې د حکمونو په اساس د فریکوینسۍ د غیر مجاز استفادې په برخه کې په سرغړوونکو د مجازاتو تطبیق کول
- د بیسیم د قانون او مقررې سره سم د مخابراتي خدمتونو د ټولو متقاضیانو له پاره د راډیویي ویشل شویو فریکوینسۍ ثبت او راجسټر
- جواز لرونکو او نورو متقاضیانو لکه (Broadcasting, Broadcasting, GSM Non ) ته چې پکې دولتي او غیر دولتي موسسې، نړیوالې ادارې، سفارتونه، خصوصي شرکتونه او انفرادي وګړي شامل دي او په هیواد کې د راډیویي مخابرې د لګولو او فعالیدلو غوښتنه لري د وړاندیز د فورمې ویش
- د صادر شویو جوازونو د میعاد تعقیب او څارل او په ټاکل شوې موده کې د یادو شویو جوازونو تمدید
- اړوندو څانګو او چارواکو ته د تیلي کمونیکیشن د نړیوالې اتحادیې، د اسیا پسفیک د مخابراتي جمعیت، د اسیا د برودکاستینګ د اتحادیې او نورو مخابراتي نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په هکله لارښوونه او توضیحات
- د بیسیم د مقررې او د تیلې کمونیکیشن د ملي او نړیوالو فرکوینسیو پر بنسټ دولتي او غیر دولتي موسساتو، سفارتونو، شرکتونو او انفرادي وګړو ته د بیسیم د وسایلو او دستګاه ګانو له پاره د فریکانس د تخصیص تعیین او ټاکل
- د (ITU-R) پربنسټ، ددې ادارې له خوا په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د مجازو راډیویي فریکانسونو همغږي
- (MIFR) او د تیلي کمونیکیشن نړیوالې ادارې ته د ویشل شویو فریکانسونو ثبت او راجسټر او خبر ورکول
- ددې ریاست راډیویي یا مانیټورینګ عمومي مدیریت ته د هغو راډیویي شبکو له خوا د رامینځ ته شوي اذیت او ازار په هکله هدایت ورکول چې له دې ادارې څخه یې جواز ترلاسه کړی دی څو لازم تدبیرونه ونیول شي او مخنیوی یې وشي
- په هیواد کې د راډیویي فریکانس د استفادې د نافذ طرزالعمل په رڼا کې د راډیویي فریکانس د اجرت محاسبه او ترلاسه کول او دغه راز د استفاده کوونکو د ثبت د حق د اجرت ترلاسه کول
- ددې مدیریت د غړو له پاره د لازمو اسانتیاو د برابریدلو په موخه د اړوندو شعباتو د تخنیکي اواداری اجراآتو په هکله لازم تدبیرونه او غونډې جوړول
- ددې ریاست له خوا د ټولو مجازو فریکانسونو د تخنیکي څارنې او کنټرول په موخه د ځانګړو پروګرامونو جوړول
- د بیسیم د مقررې په رڼا کې د غیر مجاز راډیویي فریکانسونو کشف او د نشراتو د ځای پیژندل او په هکله یې لازم تدبیرونه
|