|
خبرتیا
د افغانستان دمخابراتی خدمتونو دتنظیم اداره(اترا) شپږ(۶) عرادې موترونو ته ضرورت لری ، نو له همدی امله له ټول علاقمندو شرکتونو څخه هیله کوو ترڅو د داوطلبی په پروسه کې دګډون لپاره دې اداري ته مراجعه وکړي
پدې هکله دزیاتو معلوماتی لپاره پدي لینک کلیک وکړي د پراډو اعلان د كرولا اعلان هايلكس اعلان
د (3G) خدمتونو د یو جواز د صادرولو لپاره د داوطلبي اعلان د 2011 كال د اګست د مياشتي په 18 نيټه د Times Financial،
نیټه: 04/05/1390د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې په ټول هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د آسانتیاؤو راوستلو مسئولیت په غاړه لري، نور>>
افغانستان د دریم نسل (3G) جواز په MHz 2100 فریکونسی باند کي دنړیوالی ازادې سیالۍ له لارې صادروی. دمطبوعاتی کنفرانس څای: د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز، کابل - افغانستان نیټه: 2011 کال دجولاي دمیاشتې 18 ددوشنبې ورځ ، وخت : له غرمی وروسته له ۲ څخه تر ۳ بجې نور>> د لا زیاتو معلوماتو لپاره: (3glicense@atra.gov.af )

د 3G د داوطلبی د بهیر د اعلان پایله ملي ورځپاڼو او همدارنګه د مخابراتو وزارت او د اترا اداري د ويب پاڼو له لاري خپور شو د آفرونو د سپارلو وروستي نيټه د 2011 زيږديز كال د نوامبر د مياشتي (15) نيټه ټاكل شوي وه.
د داوطلبي د بهير د ختم تر نيټي پوري د (3G) جواز د غوښتونكو لخوا دري آفرونه د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداري ته سپارل شوي وؤ.
د تخنيكي ارزوني په بهير كي دري واړه آفر وركوونكي شركتونه د تندر د شرايطو د نه پوره كولو پر بنسټ د (3G) جواز د وركولو وړ ونه ګڼل شول.
د (3G) جواز د تندر او د مخابراتو په چارو كي د وزيرانو كميټي د منظوري له مخي د (3G) جواز په تندر کی د وضع شوو شرایطو په نظرکی نیولو سره په افغانستان كي اوسنيو د موبايل خدمتونو وړاندي كوونكو مخابراتي شركتونو ته وركول كيږي.
په درناوي
د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداره ( اترا )
د مخابراتی خدمتونو د تنظیم اداری خبرپاڼه
نیټه:۱۳۹۰/۰۷/۲۵
د۴پایو سیم بکسونو نیول او د ۲۰۴۴عدد سیم کارټونه را ټولول.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د قانون له حکمونو سره سم اترا اداره د هیواد په سطح په مخابراتی سکتور کې د تنظیم او نظارت یواځنۍ مرجع ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت په چوکاټ کې په مستقیل، ازاد،شفاف، موخو ته رسیدونکې او له تبعیض څخه پرته خپل فعالیت تر سره کوي.
نور>>

|